غزل
بيا دې مخ دی جاروتلی څه بلا شوه
رحمان بابابيا دې مخ دی جاروتلی څه بلا شوه
دا بلا له کومه لوريه راپيدا شوه
ورځ چې واوړي دغه هسې نه وي څه وي
لکه نن چې دخپل يار و ماته شا شوه
دا زما په يار کې مهر و وفا نشته
که دنيا واړه بې مهره بې وفا شوه
چې يې هېڅ له خدايه تر او وېره نه شي
په نصيب مې يوه هسې دلربا شوه
چې و حسن ته يې گورم حيرانېږم
راڅرگنده يوه هسې تماشا شوه
څه د حد و د حساب خبر ه نه ده
بې صبري مې تر حساب په هغه خوا شوه
قراري مې په طلب کې شوه حرامه
بې غمي مې په مذهب کې ناروا شوه
چې راکښلی مې پرې غشی د دعا و
هغه نخښه مې ونه ويشته خطا شوه
لکه پوچ بادام بې مغزه بې حاصله
هسې پوچه بې حاصله مې دعا شوه
عاشقي چې مې له خلکو په غلا غلا کړه
هغه غلا مې په تمام جهان رسوا شوه
څه بهره به له نسيا معاملو مومم
چې مې نغده په ورغوي کې نسيا شوه
در د بېرته جاروتو شو راته پورې
په نصيب مې بله نه وه دا وه دا شوه
يوه بخره هر سړي لره خدای ورکا
زما بخره اشنايي د خپل اشنا شوه
د تدبير په دام به څه شکله کيوځي
معشوقه چې مې په مثل د عنقا شوه
چې يې زر کړ زير رخسار زما د خاورو
عاشقي نه وه په باب زما کېميا شوه
څه حکمت د يار په مينه کې خدای کېښود
چې عاشق لره هم درد شوه هم دوا شوه
دا باران نه دی چې اوري له اسمانه
د مرغانو په رحمان باندې ژړا شوه