غزل
بيا له کومه لوريه بوی راغی د څڼو
خوشحال خان خټکبيا له کومه لوريه بوی راغی د څڼو
چې خاطر مې په های و هوی راغی د څڼو
دا اوږده اوږده، غمونه، پرېشانيې
چې زما دي، دا يې خوی راغی د څڼو
هم په دا مې به د زړه پرهار گانډه شي
شکر شکر چې يې موی راغی د څڼو
په هر مخ باندې څه څڼې ښايست نه کا
لايق شوی يو، يو روی راغی د څڼو
چې په خيال يې په سپين مخ باندې ولول کړې
نوبهار يې په هر سوی راغی د څڼو
په دا کوی کې چې مقيم شوم خلکه ځکه
چې نگهت يې په دا کوی راغی د څڼو
بيا به هم د مښکو نوم په ژبه واخلي
چې خوشال لره يې بوی راغی د څڼو