غزل بيا له کومه لوريه بوی راغی د څڼو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا له کومه لوريه بوی راغی د څڼو چې خاطر مې په های و هوی راغی د څڼو 02 دا اوږده اوږده، غمونه، پرېشانيې چې زما دي، دا يې خوی راغی د څڼو 03 هم په دا مې به د زړه پرهار گانډه شي شکر شکر چې يې موی راغی د څڼو 04 په هر مخ باندې څه څڼې ښايست نه کا لايق شوی يو، يو روی راغی د څڼو 05 چې په خيال يې په سپين مخ باندې ولول کړې نوبهار يې په هر سوی راغی د څڼو 06 په دا کوی کې چې مقيم شوم خلکه ځکه چې نگهت يې په دا کوی راغی د څڼو 07 بيا به هم د مښکو نوم په ژبه واخلي چې خوشال لره يې بوی راغی د څڼو Dictionary meaning × Headword