غزل

بيا له کومه لوريه هسې را پيدا شوې

خوشحال خان خټک

بيا له کومه لوريه هسې را پيدا شوې

چې زما زهد و تقوی لره بلا شوې

ستا نظر لکه تور باز، زړه مې تارو دی

په تور باز د تور تارو غوښې روا شوې

په بار بار دې دخندا منت راباندې

چې په ما دې نظر وشو، په خندا شوې

په فراق دې زما دواړه سترگې گوره

ورځ و شپه لکه څڅواکي په ژړا شوې

هغو شونډو چې درود و تسبيحات وی

راشه وگوره دميو، دمينا شوې

و هر چا وته دې مخ د لاله گل دی

که زما تر سترگو دا رنگه زېبا شوې

په باطن کې دې د زړه په سترگو ويني

په ظاهر که له خوشاله نه جدا شوې