غزل بيا له کومه لوريه هسې را پيدا شوې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بيا له کومه لوريه هسې را پيدا شوې چې زما زهد و تقوی لره بلا شوې 02 ستا نظر لکه تور باز، زړه مې تارو دی په تور باز د تور تارو غوښې روا شوې 03 په بار بار دې دخندا منت راباندې چې په ما دې نظر وشو، په خندا شوې 04 په فراق دې زما دواړه سترگې گوره ورځ و شپه لکه څڅواکي په ژړا شوې 05 هغو شونډو چې درود و تسبيحات وی راشه وگوره دميو، دمينا شوې 06 و هر چا وته دې مخ د لاله گل دی که زما تر سترگو دا رنگه زېبا شوې 07 په باطن کې دې د زړه په سترگو ويني په ظاهر که له خوشاله نه جدا شوې Dictionary meaning × Headword