غزل
بيا له ورايه په خندا راغله نگاره
خوشحال خان خټکبيا له ورايه په خندا راغله نگاره
د ښه کال خوبي ښکاره وي تر بهاره
مختوری د رقيبانو، د يار وصل
فلک ښه راسره وکړل دا دوه کاره
د گلزار گلونه څه دي راشه گوره!
ترگلونو ښايسته دواړه رخساره
لکه روح چې له قالبه نه واته کا
په دا شان مې جدايي کېږي له ياره
د ماڼي توره يې څه تورې پرې باسي
چې په زړه يې يو گوزار وي، سل پرهاره
زما خوار سره تل غاړه غړۍ وه
اوس نظر راباندې نه کاندي له عاره
د عاشق په لاس ژړا ده تل دې ژاړي
معشوقه چې وېره نه کا له ازاره
د معشوقې د پالنگ لافې خطا دي
څو زما په سر کې پروت يې د سر ډاره!
ددې کلي طبيبان واړه ناترس دي
د دارو په طمع مه اوسه بيماره!
که هر څو يې لټوې پسې يې غواړې
په دا باغ کې به يو گل نه وي بې خاره
هر ساعت سره يو نوی ، نوی خيال وي
که زما د پاره بيا ورشې ريباره
که څوک غواړي چې خپل زړه په غم اخته کا
اشنايي ده لاس په لاس فتنه تياره
په يرغ په مصلحت نه ده، ځاني ده
د خوشال چې سريکار شو له اشعاره