نظم بيان د چار يار (رض) خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چرا ياران يې برگزين دي څلور ستنې يې د دين دي 02 اول يار يې يار غار دی دويم يار يې دُره دار دی 03 دريم يار دده عثمان دی څلورم شاه مردان دی 04 دوه سخران دوه يې زومان دي په بزرگۍ کې په يکشان دي 05 بزرگه لور يې فاطمه ده د بزرگۍ پرې خاتمه ده 06 مرتضی ددې شوهر دی چې تر بور د پيغمبر دی 07 امامان دي ترې زوولي پاک نبي واړه ستايلي 08 شواهد د نبوت دي ښايسته د امامت دي 09 صلوات له ما په واړو تحيات له ما په واړو 10 زه دوستدار دده آل يم په دوستۍ کې يې خوشال يم 11 چې دښنه يې د اولاد دي هغه کل په بلا ياد دي د قاموس مانا × اصلي کلمه