نظم بيان د چار يار (رض) Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چرا ياران يې برگزين دي څلور ستنې يې د دين دي 02 اول يار يې يار غار دی دويم يار يې دُره دار دی 03 دريم يار دده عثمان دی څلورم شاه مردان دی 04 دوه سخران دوه يې زومان دي په بزرگۍ کې په يکشان دي 05 بزرگه لور يې فاطمه ده د بزرگۍ پرې خاتمه ده 06 مرتضی ددې شوهر دی چې تر بور د پيغمبر دی 07 امامان دي ترې زوولي پاک نبي واړه ستايلي 08 شواهد د نبوت دي ښايسته د امامت دي 09 صلوات له ما په واړو تحيات له ما په واړو 10 زه دوستدار دده آل يم په دوستۍ کې يې خوشال يم 11 چې دښنه يې د اولاد دي هغه کل په بلا ياد دي Dictionary meaning × Headword