غزل
بې اخلاصه د يارۍ څه جواز نشته
خوشحال خان خټکبې اخلاصه د يارۍ څه جواز نشته
خود پوهېږې بې اودسه نماز نشته
د دانش مرغه مې هسې پورته لاړشو
چې هورې دکټه بازو پرواز نشته
که هر څو يې په سره اور کې لولپه کړې
د ياقوت د اوبو ډار د گداز نشته
هغه باغ چې تل ماوا و د بلبلو
اوس په ده کې د بلبلو اواز نشته
د زړه راز و چاته ووايم، حيران يم
په هر لوري چې نظر کړم همراز نشته
توکلت علی الله وينا يوه ده
د خوشال دزمانې سره ساز نشته