غزل بې ښايسته د هېڅ مخ ننداره نه شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 بې ښايسته د هېڅ مخ ننداره نه شي چې گل پرېوځي، محبت له خاره نه شي 02 د هجران د شوار دشوار تر هر دشوار دی د چا چار دې په هجران دشواره نه شي 03 اندرون خاطر مې درست پاره، پاره شو او له خولې نه مې فرياد له ډاره نه شي 04 ددې هسې رنگه رنځ علاج هم دادی چې زگېروي مې په طبيب اظهاره نه شي 05 د خاطر علاج مې زر وکړه طبيبه! چې مې زړه پاره دخدای دپاره نه شي 06 ما په خپل صورت دا کار دی ازمېلی له هر څه نه صبر شي، له ياره نه شي 07 په ويل کې فهم وکړه ای خوشاله! چې ديار دمينې راز دې ښکاره نه شي د قاموس مانا × اصلي کلمه