غزل بې ښايسته د هېڅ مخ ننداره نه شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بې ښايسته د هېڅ مخ ننداره نه شي چې گل پرېوځي، محبت له خاره نه شي 02 د هجران د شوار دشوار تر هر دشوار دی د چا چار دې په هجران دشواره نه شي 03 اندرون خاطر مې درست پاره، پاره شو او له خولې نه مې فرياد له ډاره نه شي 04 ددې هسې رنگه رنځ علاج هم دادی چې زگېروي مې په طبيب اظهاره نه شي 05 د خاطر علاج مې زر وکړه طبيبه! چې مې زړه پاره دخدای دپاره نه شي 06 ما په خپل صورت دا کار دی ازمېلی له هر څه نه صبر شي، له ياره نه شي 07 په ويل کې فهم وکړه ای خوشاله! چې ديار دمينې راز دې ښکاره نه شي Dictionary meaning × Headword