غزل

بيا دې سهي نه کړم په هغو سترګو

خاطر افریدي

بيا دې سهي نه کړم په هغو سترګو

يو ځلې هم هغسې په مړو سترګو

نه مې شته په نورو سترګو شک د زړه

بس خو زړه مې غل دې ستا د غلو سترګو

زه يې کړم اشنا له شوګيرو سره

يو مې ړل خوبونه ستا ودو سترګو

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم

چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو

خپل مې واړه بد راځي په سترګو کښې

ستا د پاره خپل شوم په پردو سترګو

ستا دې اوږدو وروځو ته حېران يمه

څومره ښکلې ښکارې په دې دو سترګو

خېر دی دا زما سترګې خو بدې شوې

ته خو راته ګوره په دې ښو سترګو

تا ته که زړې دي ماته نوې دي

کله خو راګوره په زړو سترګو

څومره ترېنه وږي دي حېران يمه

سترګې د خاطر ستا له مړو سترګو