غزل
برايه مې زړه خبرې ستا د ناز وی
خوشحال خان خټکبرايه مې زړه خبرې ستا د ناز وی
له خوښۍ به يې يوه ونيا باز باز وی
د هجران له دوکه مرم، هغه مې وژني
چې به ما او تا جدا له غيرو راز وی
دوه په دوه به سره ناست وو تر صباحه
د يوه راز مو انجام د بل اغاز وی
همگي به په ما شهد يا شکر وو
چې په تا راته ترخه ترخه ناساز وی
ستا له زلفو عقل سترگو ته فرياد کا
کله چا د غلو خبرې په غماز وی
چې له ياره يې بېلتون په ډېر ارمان و
دا غزل خوشال په وخت د بانگ نماز وی