نظم

چا څه راوړه او چا څه

ګل پاچا الفت

چا جهان ته تش کدوغوندې سر راووړ

چا په سر کښې فکر لوی لکه غر راووړ

چا د شمع په شان خپل کور رڼا کړی

چا سحر غوندې له ځان سره لمر راووړ

چا ته تندر ځان سره دی مرگ راوړی

دباران څاڅکو صدف ته گوهر راووړ

راووړ انجې ډېر ناوړه بوی جهان ته

گل دنيا ته خپل وجود معطر راووړ

يو ښاخ گوره تش کوتک شود وهلو

بل ښاخ گوره چې يې سيوری ثمر راووړ

له يوه لرگی نه دار جوړ شو بل پول شو

چا له ځان سره خيرونه چا شر راووړ

چا کړه زياته دښمني په دې عالم کښې

چا پيغام د محبت د بشر راووړ

د چا لاس کښې تېره توره ده گواښېږي

چا د پوهې او د فکر هنر راووړ

چا د خلکو د اميد سترگې ړندې کړې

چا د زړه سترگو ته نوی نظر راووړ

انساني فکر يې جگ کړ تر افلاکو

د بشر پوهې لره يې نظر راووړ

هغه مه هېروئ هيڅکله عالمه

چې عالم ته يې د مينې اثر راووړ