شعر

چاربېتہ د آذادۍ نہ ورستو

ګل پاچا الفت

چاربېتہ د آذادۍ نہ ورستو

چاربېتہ د پښتو شاعرۍ اولسی صنف دے ۔ دا د پښتنې خاورې خپل پېداوار دے ۔

څوک ھم پہ وثوق سرہ دا نۂ شې وائیلے چې د چاربېتې ابتدا د کلہ نہ شوې دہ ۔

چاربېتہ سینہ پہ سینہ د منتقل کېدو صنف دے ۔ دا مونږ څخہ پہ نزدې ماضې کښې

چاربېتې محفوظ دې باقې نورې د خلقو پہ سینو کښې د خلقو سرہ خاورې شوې ۔د

چاربېتې تعریف ډېرو پوھانو لکہ قلندر مومند ، قاضی عبدالحلیم اثر ، حبیب ﷲ

رفیع ، مشتاق مجروح ، پردل خټک ، سېف الرحمٰن سید ، ہمایون ہمدرد وغېرہ کړے

دے خو د چا تعریف ھم سم نۂ دے ځکہ چې د چاربېتې شپږ اقسام دې، د ھر قسم

جدا جوړښت دے ، یو تعریف د ټولو اقسامو احاطہ نۂ شې کولے ۔ ھر قسم جدا

تعریف غواړې ۔

د چاربېتې پہ جوړښت کښې درې توکی لازمی دی

د چاربېتې سر(یا مطلع)

د چاربېتې د سرونو دوہ اقسام دی

پہ دوو مصرعو مشتمل سر

پہ څلورو مصرعو مشتمل سر

ځنې چاربېتې پہ نیم سر د وائیلو راویت ھم موجود دے ،۔ کلہ چې پہ ددو مصرعو

مشتمل سر قسم چاربېتہ پہ یوہ مصرعہ اووئېلے شوہ نیم سر شو ،دغہ شان د څلورو

مصرعو سر چاربېتہ چې پہ دوہ مصرعو اووئیلے شوہ نیم سر شو۔کړہ بندہ پہ نیم

سر نۂ وائیلے کېږی

د چاربېتې کړہ

د چاربېتې کړہ (یا بند)بہ د څلورو مصرعو نہ کم نۂ وی ۔ پہ مثنوی چاربېتہ

کښې د مصرعو تعداد مقرر نۂ دے ، شل مصرعې کېدے شی لۂ دې نہ زیات ھم دا د

شاعر پہ خوښہ دہ ۔

د چاربېتې جوړ (یارتیب)

د کړې اخری مصرعہ کومہ چې د سر د مصرعو ھم قافیہ وی دا یوہ یا دوہ ھم کېدے

شی ۔ پہ کړہ بندہ کښې کړہ د سر سرہ پہ زړہ کښې پہ دوو او نن صبا پہ نوی دور

کښې پہ دریو مقاماتو تړلے شی ۔ تر څو چې ما ۲۰۱۶ء پورې د چاربېتې پہ فن

نۂ وو یو قسم ، دویم قسم ، دریم قسم باندې یادېدې چې صحیح پېژندګلو مشکل

وہ ، ما چې د چاربېتې کړہ د کوم نظم سرہ مشابہ وہ ھغہ نوم مې ورلہ ورکړو چې

۹۹، ۱۰۰، ۱۰۱ ذکر کړے دے ۔

مثنوی چاربیتہ

ددې چاربېتې سر پہ څلورو مصرعو مشتمل وی ۔ کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اووئیلے

سرہ کېږی ۔

کړہ بہ یې د څلورو مصرعو نہ کمہ نۂ وی زیاتې مصرعې چې ھر څومرہ وی د شاعر

پہ خوښہ دہ ۔

مثال دټېکدار بابا تاریخی چاربېتہ

سر

پټنې راغلې پہ قصور باندې

د ډاکہ مارو پہ دستور باندې

چودھری صلاح کوی د کورہ سرہ

اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ

کړہ

پټنې راغلې پہ لاھور عالمہ

ھندو غاورہ دے پہ زور عالمہ

سل جھازونہ دی بمبار پکښې

ټننکونہ شپږ سوہ پہ شمار پکښی

لس ډوېژنہ عسکران د جنګ

اسلامی زر تنہ ځوانان د جنګ

جوړ (یا رتیب)

چودھری بہ وریت کړی پہ تنور باندې

پتنې راغلې پہ قصور باندې

باقی بہ اودروی د ګورہ سرہ

اوبۂ بہ څښمہ د لاھورہ سرہ

کۂ د چاربېتې سر او جوړ ترې لرے کړے شی کړہ د مثنوی نظم پہ شان پاتې کېږی

ځکہ ما ورلہ نوم د مثنوی نظم پہ نسبت مثنوی چاربېتہ ورکړے دے ۔

##مربع چاربېتہ

ددې چاربېتې سر پہ دوو مصرعو مشتمل وی ۔ چې کلہ پہ نیم سر وائیلے شی سر یوہ

مصرعہ شی کړہ څلور مصرعې وی ۔ درې د کړې اولنۍ مصرعې ھم قافیہ وی څلورمہ د

سر د مصرعې ھم قافیہ وی ۔ مثال ----

د نورہ دین اخون تاریخی چاربېتہ

سر

روان شۂ یار محمد سېد اوباسی لۂ پنجتارہ

سېد لہ برے ورکړې الھی پرور دګارہ

کړہ

راغے امیر خان سردارہ دربہ کړم زر

لۂ ما سرہ روان شہ یوسفزو تہ برابر

سېد رانہ ملک واخست رالہ اوګټہ دوتر

زر پاسہ روانېږہ سستی مۂ کوہ سردارہ

دې قسم لہ نوم ور کولو کښې د ذکر شوی اصول نہ کار اخستے شوے دے ۔یعنی کړہ

یې د مربع نظم سرہ مشابہ دہ ۔ (دې تہ بګتۍ چاربېتہ ھم وائی )

مثمن چاربېتہ

ددې چاربېتې سر بہ څلورمصرعې ، کړہ اتۂ مصرعې او جوړکښې پہ دوو مصرعو سر

سرہ تړلے کېږی۔ جفتې مصرعې ځان کښې ھم قافیہ او طاق پہ ځان کښې ۔

مثال زما خپلہ چاربېتہ دہ

سر

سپېنې لېچې دې صفا سنګِ مرمر دی

خوند پرې ډېر کوی د سرو زرو بوګان

پہ اوربل کښې دې ګلونہ صدبر دی

تورې زلفې د ې خوړل کوی ماران

کړہ

تورې زلفې دې پہ مخ باندې خورې دې

لکہ ګورې شی وریځې پہ قمر

پہ بشر کښې دې ښکارہ د نور ذرې دی

نېغ کتلے درتہ نۂ شم برابر

د پېزوان څوکې تېرې لکہ ارې دی

ښخې کړې دې زما دی پہ ځیګر

پہ خفت دې قد تہ سروہ صنوبر دې

د مخ ګل تہ دې ھوس کړې بوراګان

(دا روانہ دہ ۔ سورہ لۂ دې چاربېتې نہ لږہ بدل بحر کښې دہ چې پہ تندۍ

وائیلے کېږی ۔ جوړښت یې دغہ وی )

معشرِمجاز

ددې سر دوہ مصرعې ، مختلف قافې ۔ کړہ لس مصرعې ، اولہ ، دریمہ ، پنځمہ ھم

قافیہ ۔ دویمہ ، څلورمہ ، شپږمہ ھم قافیہ ۔ وومہ مصرعہ د سر اولنۍ مصرعې ھم

قافیہ چې پہ کړہ کښې ورپسې لیکلے او وائیلو کښې وائیلے شې ۔ اتمہ مصرعہ د

سر دویمې مصرعې ھم قافیہ چې ورپسې لیکلے او وائیلے شی ۔ داسې د کړې ټولې

مصرعې لس شی ۔ اتمہ او لسمہ مصرعہ چې د سر، مصرعې دی پہ ھرې کړہ کښې بیا

بیا لیکلے یا وائیلے شی ۔ مثال زما خپلہ چاربېتہ چې زنځیرۍ ھم دہ ۔ زنځیرۍ

جدا

قسم (کور) نۂ دے ۔ دا پہ ھر کور کښې لیکلے یا وائیلے شی

عجب لرې دبدب زۂ روز و شب ستا پہ دربار کښې

ولاړ یمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم

عجب لرې جمال چې پہ کمال تۂ ځان سمبال کړې

حېرانې پریشانې ستا ښائست تہ ښاپېرۍ شی

پہ زلفو د سرو جال ، چې راخورې لکہ د ټال کړې

خندانې شاہ خوبانې جخت ګېډے پہ ملا نرۍ شی

شین خال وروځې ہلال چې نرۍ جوړې د شوال کړې

نادانې در دندانې نخښې واړہ د بدرۍ شی

طلب دې کړی عرب ثانی دې نیشتے پہ سینګار کښې

عجب لرې دبدب زۂ روز وشب ستا پہ دربار کښې

لږ ګورہ عشق لہ زورہ شنہ لوخړہ سپلنے شوم

ولاړیمہ سرتورہ حال مې ګورہ لېونے شوم

د معشر مجاز د لیکلو او وائیلو صحیح طریقہ ھم دغہ دہ ۔

مستہزاد چاربېتہ

(دې تہ نیمکۍ چاربیتہ ھم وائی )

د نوم نۂ یې ښکارہ دہ ددې چاربېتې جوړښت د مستہزاد نظم پہ شان لہ وی ۔ یوہ

مصرعہ اوږدہ او بلہ لڼډہ ۔ سر کښې څلور مصرعې وی اولنۍ اوږدہ دویمہ لنډہ

دریمہ اوږدہ او څلورمہ لنډہ ، کۂ چاربېتہ پہ نیم سر اوئیلے شوہ ، دوہ

مصرعې بہ شی یو اوږدہ بلہ لنډہ ۔ د کړې اتۂ مصرعې وی طاقې اوږدې او جفتې

لنډې ۔

مثال یې د غلام احمد خان مشہورہ چاربېتہ