نظم

چې دې وس د بدو نه وي

غني خان

چې دې وس د بدو نه وي، څه به ته څه به دې ښه وي

توبه هله د شرابو چې شراب درته پراته وي

چې بوډا شې خوله کړشپه، بیا توبه توبه د څه کې؟

هغه ښه د بدو بد وي، د ناکامه چې ته ښه کې

ملا ناست دی ټوکړو شکور ته، وايي رندانو ته خراب

غریب څه وکړي جومات کښې، نه معشوق شته نه شراب

دا چې باغ د ګلو ډک وي، مستانه غوندې ماښام وي

دا چې سرې شونډې ساقي وي، په سور لاس نیولی جام وي

دا چې تا ته راڼې سترګې غلې ووايي سلام

په مکیز دې زړه کښې بل کړي د مستۍ دوزخ تمام

ووايي راشه راشه یاره، وخت دی لږ خبرې ډېرې

او بیا د ورو شان د اوږو نه پستې لېچې کړي چاپېره

خوله د خولې ته کړي درپورته، شونډې سرې تودې بېهوشه

لکه بله ډېوه رپي د ځوانۍ مستۍ د جوشه

سینه دروړي سینې له د بخمل هسې رېښمینه

د ارمان او مینې ډکه، د نرګسو نه نازبینه

او ستا وجود یو سمندر شي د طاقت او د سرور

زړه دې واخلي هغه اور چې هم اور دی او هم نور

ته چې دغه وخت اوچت شې، شې جومات کې په ژړا

لیونی وايي قسم دی، یا خو غوث یې یا هیجړا