نظم
مور
غني خانګرچه خاورو کې دې پټ وجود ستا مورې
ماته یادې هغه شان ستا سترګې تورې
مورې، ستا لاسونه مانه نه دي هېر
چې تکلیف کې به زما نه وو چاپېر
ستا د خولې قصې یادومه هر ماښام
د ګنجي، د هرموني، د بهرام
ستا وهل د بل د مینې نه خواږه وو
ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو
یا چې ما به ډېر خراب وکړل کارونه
او بابا به لړزول مځکې اسمانونه
ته به وې زما ملګرې، زما مل
او زما سلګو سره به تا ژړل
مورې، یاد دې ماته هغه وړوکی ټال
چې تا زه به زنګولم کال په کال
ستا جوټې جوټې سندرې او خندا
چې به یې سپک لکه د باد کړو زړه زما
یا چې ماته به له قصده شوې په قار
زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار
مورې، یاد دې ماته واړه اخترونه
چې به تا په ښکلي مخ کېښول خالونه
په جګړو به دې زه کړمه پاک ښایسته
ما به ځان کړلو په خټو ابته
تا به ووهلم، بیا به دې کړم ښکل
په خندا به دې زما کنځل زغمل
ماته یادې هغه شان ستا موسکۍ شونډې
ماته یادې هغه شان مېلو ته منډې
چې ماښام به ستړی کور ته راغلم زه
ستا په غېږ، په الله هو به شوم ویده
مورې، ماته یاده شپه ده یوه توره
چې زما وجود وو ګرم د سره اوره
زما سر کې وو شغار د جهازونو
او غوږونه مې کاڼه په آوازونو
زما هرې مورې ته تا به وې قربان
زما هرې وې ته به تا کاوه ګریان
مورې، ماته یوه بله ورځ ده یاده
چې زمونږ کور به لړزېدلو له فریاده
و ډېر یخ شان ستا لاس نازنین
ګلابي ننګي ستا وو بې رنګه سپین
ته موسکۍ په خوب ویده وې، پاڅېدې نه
ما ژړل درته او ته راویښېدې نه
ما وې مورې، مورې، تا قربان ونه وې
وې پرته خاموشه، ګل په خزان شوې
ما ژړل او ته ویده وې، خندېدلې
ما ژړل او تا تپوس نه کړو چې ولې
ګرچه خاورو کې دې پټ وجود ستا مورې
ماته یادې هغه شان ستا سترګې تورې