غزل چېدلرره، دلربا ده، هغه ته يې خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چېدلرره، دلربا ده، هغه ته يې چې خود رايه، خود ستا ده، هغه ته يې 02 چې د کبر، د فتنو د خرخشو يې په همه عالم غوغا ده، هغه ته يې 03 چې مشتاق دې دخندا دی، هغه زه يم چېمې خوښه په ژړا ده، هغه ته يې 04 چې مې تل و تاته مخ دی هغه زه يم چې دې تل و ماته شاه ده، هغه ته يې 05 په جهان کې ښايسته وو بې حسابه چې په واړو دې خندا ده، هغه ته يې 06 د پسرلي گلونه څه دي چې يې ستايم تر گلونو چې زېبا ده، هغه ته يې 07 ستا په مخ مې په څراغ نشته وتنه چې د تورې شپې رڼا ده، هغه ته يې 08 خپل عاشق سره وعده نه کړې تر سره چې په عهد بې وفا ده، هغه ته يې 09 که هرڅو دي دخوشال معشوقې ډېرې چې ور تېره تر هر چا ده، هغه ته يې د قاموس مانا × اصلي کلمه