غزل چېدلرره، دلربا ده، هغه ته يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چېدلرره، دلربا ده، هغه ته يې چې خود رايه، خود ستا ده، هغه ته يې 02 چې د کبر، د فتنو د خرخشو يې په همه عالم غوغا ده، هغه ته يې 03 چې مشتاق دې دخندا دی، هغه زه يم چېمې خوښه په ژړا ده، هغه ته يې 04 چې مې تل و تاته مخ دی هغه زه يم چې دې تل و ماته شاه ده، هغه ته يې 05 په جهان کې ښايسته وو بې حسابه چې په واړو دې خندا ده، هغه ته يې 06 د پسرلي گلونه څه دي چې يې ستايم تر گلونو چې زېبا ده، هغه ته يې 07 ستا په مخ مې په څراغ نشته وتنه چې د تورې شپې رڼا ده، هغه ته يې 08 خپل عاشق سره وعده نه کړې تر سره چې په عهد بې وفا ده، هغه ته يې 09 که هرڅو دي دخوشال معشوقې ډېرې چې ور تېره تر هر چا ده، هغه ته يې Dictionary meaning × Headword