غزل

همېشه دې زما سر او ستا قدم وي

رحمان بابا

همېشه دې زما سر او ستا قدم وي

تر هغه ساعته پورې څو مې دم وي

ستا له لاسه واړه ما لره نافع دي

که مې زهر وي په زخم که مرهم وي

زه بې تا هسې گومان کړم چې بې حال دی

که نسکور مې په لبانو جام د جم وي

نور عالم که د دنيا په ښادۍ ښاد دی

زما زړه دې مدام ښاد د ستا په غم وي

که په زړه باندې مې سل غمونه راشي

دا ستا غم دې تر همه وو مقدم وي

ما دې خدای د ستا له غمه بې غم نه کا

تر هغه ساعته پورې څو مې دم وي

رحمان ستا په مخ مېن دی خدای خبر دی

که په دا کې به هېچرې زيات و کم وي