غزل
چې اميد په عمارت ددې دنيا کا
رحمان باباچې اميد په عمارت ددې دنيا کا
د کاغذ په کشتۍ سير د دريا کا
د اسمان توسن هېچا نه دی تيزلی
څوک به څرنگه سورلي د باد په شا کا
نه لېوه په آدميت اموخته کېږي
نه اميد د مروت شي له افلا کا
له فلکه د وفا اميد باطل دی
کله دېو له آدم زاد سره وفا کا
زمانه په اسلام کفر سمه گرځي
فرق د تور و د سپين کله نابينا کا
ما د دهر علامت په سترگو وليد
په هر دم هزار پيدا هزار فنا کا
هېڅ اميد مې د ايام په گردش نه شي
چې فرصت به په خپل دور و ما را کا
په خپل عمربه هېچا ليدلی نه وي
هغه چارې چې دی هر ساعت په ما کا
که د گلو غونچه کېږدم په دستار کې
شوم طالع مې هلته خار ځنې پيدا کا
که و زرو وته لاس کړم خاورې کېږي
که د خاورو په آرزو شم استغنا کا
جدايي د خدای بلا شوه نه توانېږم
خوشې زړه مې په ديدن پسې ژړا کا
د ديدن تږي به څه رنگه سهېږي
چې د حسن ابر هر لوری برېښنا کا
هومره صبر دی عاشق څخه له کومه
چې د نن وعده موقوفه په فردا کا
که د اور جامه راواغوندې دلبره
په نظر زما جلوه لکه دېبا کا
په خپل عشق کې که څوک بد راباندې وايي
زه گومان کړم چې همه زما ثنا کا
ملامت په عاشق ښايي دا دستور دی
چې روغ خلک په رنځور پورې خندا کا
عاشقي او ننگ ونام دي و بله لرې
په روښانه ورځ به څه رنگه څوک غلا کا
که زه طمع کړم دگلو له طالع نه
ما عاجز لره د گل په ځای خار راکا
که زه ځان ژغورم په عشق کې له عالمه
زمانه مې په جهان باندې رسوا کا
همېشه به په عالم کې وي سرخرويه
چې ثنا لکه بلبل د خپل اشنا کا
دا ځواب رحمان هغه کا چې دولت وې
که دلبر د ديدن مې پياپی راکا