غزل چې بنياد د عاشقيې چا کاوه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې بنياد د عاشقيې چا کاوه دا يې څه کړه، په دا کار نه پوهېده 02 په جهان يې يوه څه بلا پيدا کړه يوه خدايه! کور ته وران کړې د هغه 03 د هغه جهان دوزخ په غوږو اورم دا دوزخ مې په دا سترگو وليده 04 څوک ناحق، د بېلتانه له لاسه ژاړي اشنايي ده چې تاختونه کا په زړه 05 د هلک له لاسه والوځي مرغيې په ژړا ورپسې سره کا دوه لېمه 06 هغه وخت چې د زانگو او د اورڼي و په مرغيې هيڅ نظر نه و دده 07 څو لويېږي اشنايي يې پرې ډېرېږي درومي، درومي په اوړو کې ښه ويښته 08 د وصال قدر غمجنو د فراق زده د تشنه ژوندون په څه دی؟ په اوبه 09 په حدونو سره ولاړو اوس خوشاله! په کوم لور به سره مومو زه او ته د قاموس مانا × اصلي کلمه