غزل
چې بنياد د عاشقيې چا کاوه
Khushal Khan Khattakچې بنياد د عاشقيې چا کاوه
دا يې څه کړه، په دا کار نه پوهېده
په جهان يې يوه څه بلا پيدا کړه
يوه خدايه! کور ته وران کړې د هغه
د هغه جهان دوزخ په غوږو اورم
دا دوزخ مې په دا سترگو وليده
څوک ناحق، د بېلتانه له لاسه ژاړي
اشنايي ده چې تاختونه کا په زړه
د هلک له لاسه والوځي مرغيې
په ژړا ورپسې سره کا دوه لېمه
هغه وخت چې د زانگو او د اورڼي و
په مرغيې هيڅ نظر نه و دده
څو لويېږي اشنايي يې پرې ډېرېږي
درومي، درومي په اوړو کې ښه ويښته
د وصال قدر غمجنو د فراق زده
د تشنه ژوندون په څه دی؟ په اوبه
په حدونو سره ولاړو اوس خوشاله!
په کوم لور به سره مومو زه او ته