غزل
چې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا
رحمان باباچې دا نور شاعران کاندي هغه نه کا
رحمان کړی نوی نوی اجتهاد دی
ستا له لاسه په ما جور دی که داد دی
زما مراد خو واړه ستا د خاطر مراد دی
ستا په مينه کې زما له مخه تښتي
که آفت دی، که اسېب دی، که فساد دی
هر اهداد چې راکاوه شي ستا په مينه
په لېمه زما قبول هغه اهداد دی
که تمام جهام مې پرېوځي په لېمه کې
بې تا نه راڅرگندېږي نه مې ياد دی
ما چې غوږ د ستا د عشق په ترانه کړ
نصيحت مې نور د زړه په غوږو باد دی
اوس زما له ننگ و نامه سره څه دي
چې دې نام د عاشقۍ راباندې زباد دی
هر گلشن چې له گلرخه بې
بهره وي
د رحمان و توان ته گوره هومره ناز کړه
چې د اوسپنو روغ نه دی آدم زاد دی