غزل

چې د سوات د سيمې خاورې خوشال بوی کړې

خوشحال خان خټک

چې د سوات د سيمې خاورې خوشال بوی کړې

يو سړی به ځنې نه وي وفادار

نخښه نه ولي همېش ليندۍ په سر

کله منځ، کله ښی کيڼ، کله لر بر

دا يو لحظه د هوښيار غلطي نه وي

يا هر گز دد لامبوزن نه وي خطر

په زمان کې به خپل ځان تر هر چا ښه کا

د سړي که لاس رسېږي په قدر

بخته! چېرې به له ورياه راښکاره شې

چې مې ښه تر عراقي شي لا ښه خر

دانشمند په خواري خوار جاهل کامران دی

د سړي طالع په کار دی، نه هنر

هنرمند سړی په هر ديار عزيز وي

په هر ځای قدرقيمت لري سره زر

د بلبلو په کار گل دی، نه دا نور څه

په چمن کې خار وخس، بلابتر

چې د زرکو ښکار په غره کې پيدا کيږي

باز په دا سبب نيولی دی لوی غر

اول فکر د زړه وکړه، بيا ويل کړه

کاتبان تر کښو پخوا وهي مسطر

هيڅ خبر د ورځو، شپو په حساب نه دی

همېشه ښه د خوشال خټک اختر