غزل چې د سوات د سيمې خاورې خوشال بوی کړې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې د سوات د سيمې خاورې خوشال بوی کړې يو سړی به ځنې نه وي وفادار 02 نخښه نه ولي همېش ليندۍ په سر کله منځ، کله ښی کيڼ، کله لر بر 03 دا يو لحظه د هوښيار غلطي نه وي يا هر گز دد لامبوزن نه وي خطر 04 په زمان کې به خپل ځان تر هر چا ښه کا د سړي که لاس رسېږي په قدر 05 بخته! چېرې به له ورياه راښکاره شې چې مې ښه تر عراقي شي لا ښه خر 06 دانشمند په خواري خوار جاهل کامران دی د سړي طالع په کار دی، نه هنر 07 هنرمند سړی په هر ديار عزيز وي په هر ځای قدرقيمت لري سره زر 08 د بلبلو په کار گل دی، نه دا نور څه په چمن کې خار وخس، بلابتر 09 چې د زرکو ښکار په غره کې پيدا کيږي باز په دا سبب نيولی دی لوی غر 10 اول فکر د زړه وکړه، بيا ويل کړه کاتبان تر کښو پخوا وهي مسطر 11 هيڅ خبر د ورځو، شپو په حساب نه دی همېشه ښه د خوشال خټک اختر Dictionary meaning × Headword