غزل
چې دا هسې بې نيازي کوې دا ښه کړې
خوشحال خان خټکچې دا هسې بې نيازي کوې دا ښه کړې
زه به نور ياران پيدا کړم ته به څه کړې؟
د بل څراغ غوندې په شپه د هجران راشه
چې په راغله مې روښان دواړه لېمه کړې
خوله مانه نوره مه کړه د زړه مينه
نور مې کل واړه منلي دي چې تهکړي
دما زړه ورځنې صبر و چې گونگ دی
نن زما توتا يو څو خبرې وکړي
په ژوندون له مانه مه ځه د يار غمه!
ته به سم زما له ساهې سره تله کړې
گوره بيا دې څه په زړه، کوم مې گناه دی
چې ليدو لره دې درشم ځان اوده کړې
د غمزې توره دې ماته شه په ما کې
غم مې دا دی پس له ما به نور پرې مړه کړې
وايې ستا په عيادت د ما رضا ده
مگر ومرم هاله سر د ما په وره کړې
چې تر خولې د بېلتانه ويل وباسي
د خوشال خټک روزگار به اور اوبه کړې