غزل
چې دا هسې لاس په لاس دنيا پرېښودي
رحمان باباچې دا هسې لاس په لاس دنيا پرېښودي
څه چوا چندڼ په ځان پورې مښودي
دا دنيا په مثال پوله مرگ سېلاب دی
د سېلاب په مخ کې څه پوله اېښودي
جل زلمې لا واده نه وي سره کونډ شي
دا رنگ چارې دمرگي د خرخښو دي
قافلې چې په دنيا کې شوې داخلې
بيا هم هسې معلومېږي چې دلښو دي
دا سفر به په هغو باندې اسان وي
چې ترکوچ پخوا په زېرمه د توښو دي
چې بې وخته ارمان کا په وخت ويده وي
د هغو عالمو ږيرې د وکښو دي
دا لا خدای دی چې دا خلک گرځوينه
اجل اور زړونه جونگړې د وښو دي
په هر شان چې يار خوښېږي زه يې کړمه
خندول د صاحبانو په پېښو دي
د يارغم مې لکه تاج دی په سر ايښی
نور غمونه مې همه لاندې تر پښو دي
معشوقې په عاشقانو خود پوهېږي
دلته څه د عاشقۍ نخښې د ښوو دي
تر ابده آزادي ده پرې حرامه
چې بند شوي د حرص په پلوښو دي
په خپل ځای به يې هر هر کلام په کار شي
د رحمان ويل طالب لره د کښو دي