غزل

چې دنيا ورته ښکاره شوه بې وفا

خوشحال خان خټک

چې دنيا ورته ښکاره شوه بې وفا

و دنيا ته به مخ نه کا بې قفا

په غرض سره لړلي ياران هيڅ دي

که ياران دي خو اخوان دي د صفا

که کاته دي که ليده که اروېده دي

دا د ښو يارانو واړه دي شفا

چې په چا باندې مين شوې قبلوه يې

سل نازونه ، سل نا سازې، سل جفا

که په وصل کې يې هر ساعت يو کال شي

لا په دا د عاشق نه وي اکتفا

له ما خوار سره څو "قاف و هې ورې" کړې

جگې جگې څه خو لام و طې و فا

دا بې درد عالم پرې هيڅوک خبر نه شو

و خوشال ته يې خوله ورکړه په اخفا