غزل
چې دنيا ورته ښکاره شوه بې وفا
Khushal Khan Khattakچې دنيا ورته ښکاره شوه بې وفا
و دنيا ته به مخ نه کا بې قفا
په غرض سره لړلي ياران هيڅ دي
که ياران دي خو اخوان دي د صفا
که کاته دي که ليده که اروېده دي
دا د ښو يارانو واړه دي شفا
چې په چا باندې مين شوې قبلوه يې
سل نازونه ، سل نا سازې، سل جفا
که په وصل کې يې هر ساعت يو کال شي
لا په دا د عاشق نه وي اکتفا
له ما خوار سره څو "قاف و هې ورې" کړې
جگې جگې څه خو لام و طې و فا
دا بې درد عالم پرې هيڅوک خبر نه شو
و خوشال ته يې خوله ورکړه په اخفا