غزل
چې دې زړه پورې تړلی استوار
رحمان باباچې دې زړه پورې تړلی استوار
دا جهان دې د نيکه دی که د پلار
ته خپل پلار او نيکه وگوره چې څه شو
هسې ستا دی هم په دوی پسې رفتار
تل ړومبی د وروستي پول دی پرې تېرېږي
کړی نه دی چا په پول باندې قرار
هسې نه چې زه تنها و تاته وايم
راغله، لاړه، ستا په طور صد هزار
دعوی مه کړه په ناحق به يې خپل نه کړې
پردی ښهر پردی ملک پردی ديار
چې استوگنه په پردي وطن کې کاندي
هغه نه لري هېڅ واک او اختيار
که هزار قسمه وخوري په مامله کې
نه کا څوک په مسافرو اعتبار
چې په صبح شگفته شي په شام رژي
څه اميد دی په گلونو د گلزار
که دې ورور که دې عزيز وي که دې يار وي
مه يې ورور، مه يې عزيز گڼه مه يار
چې پيدا شي همگي واړه فنا شي
ای رحمانه! دا جهان دی دا يې کار