غزل

چې علاج کولی نه شي د قسمت څوک

رحمان بابا

چې علاج کولی نه شي د قسمت څوک

ترو به څه وايي و چاته نصيحت څوک

هغه چارې چې موقوفې په تقدير دي

کړی يې نه شي په محنت په مشقت څوک

که نظر کا وقضا و هم رضا ته

په هېچا باندې دې نه کا ملامت څوک

دمطلوب جفا وفا واړه هنر دی

څه پوهېږي د حکماوو په حکمت څوک

غم په ځان د چا پېرزو دی بارې څه کا

چې د خدای په کړه کې نه لري قدرت څوک

د ابليس و رياضت ته دې نظر کا

چې غرور کا په طاعت په رياضت څوک

علت لاړ شي عادت نه ځي له سړيه

خدای دې نه کاندي په بده چار عادت څوک

زه رحمان د بېلتانه سېلاب يم وړی

که لاس راکاندي دخدای په محبت څوک