غزل

چې غم لري د مخ همدا وصال بس

خوشحال خان خټک

چې غم لري د مخ همدا وصال بس

اندېښنه يې دجمال د خط و خال بس

بادشاهان دې زر زري جامې اغوندي

د قانع گدا په شا باندې يو شال بس

په بهاندو اوبو کښېنه، ننداره کړه

د جهان د تېرېدلو دا مثال بس

خو يوه گېډه خواړه، دوه، درې خرڅوړي

که دانا يې په جهان کې داجنجال بس

و حريص وته درست مال د دنيا لږ دی

و قانع ته يو فلوس د دنيا مال بس

زاهد سترگې ترې پوښي، زه کښلي گورم

که جنت لره مې بيايي دا وبال بس

که لايق يې د جمال د ليدو نه يم

که يې بيا موم وصال په خوب و خيال بس

دواړه کونه د هغو چې يې طلب کا

ستا د سترگو ننداره د خوار خوشال بس