غزل

چې گټل، خورول، بخښل کا ځوان هغه

خوشحال خان خټک

چې گټل، خورول، بخښل کا ځوان هغه

چې توره لري، د تورې خان هغه

کان د لعل، د ياقوت، د گوهر څه دی

چې احسان ترې پيدا کېږي کان هغه

چې يې ته په گېډه وخورې حبطه شي

دمجلس سره چې خوړ شي خوان هغه

که دمال دی، که د ملک دی،که د لېچو

چې يې توان د چا په کار شي توان هغه

په تمامه شپه په ورځ په مياشته کال کې

چې دخدای په يادو درومي آن هغه

چې دې څوک د وړاندې وروستو ځي، دا څه شي

په تنها وجود چې شان دی شان هغه

و نور چا وته وران مه وايه خوشاله!

چې په قول، عهد وران شو وران هغه