غزل چې گټل، خورول، بخښل کا ځوان هغه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې گټل، خورول، بخښل کا ځوان هغه چې توره لري، د تورې خان هغه 02 کان د لعل، د ياقوت، د گوهر څه دی چې احسان ترې پيدا کېږي کان هغه 03 چې يې ته په گېډه وخورې حبطه شي دمجلس سره چې خوړ شي خوان هغه 04 که دمال دی، که د ملک دی،که د لېچو چې يې توان د چا په کار شي توان هغه 05 په تمامه شپه په ورځ په مياشته کال کې چې دخدای په يادو درومي آن هغه 06 چې دې څوک د وړاندې وروستو ځي، دا څه شي په تنها وجود چې شان دی شان هغه 07 و نور چا وته وران مه وايه خوشاله! چې په قول، عهد وران شو وران هغه Dictionary meaning × Headword