غزل

چې ژوندی وي غم دې نه کاندي د لوږې

خوشحال خان خټک

چې ژوندی وي غم دې نه کاندي د لوږې

شنه توتي لره شکرې نه دي لږې

په شکرو، په نباتو يې سود نه شي

چې په چا شوې ستا دخولې خبرې ځوږې

په لحظه لحظه دې وينم قهر، مهر

په ځايي خصلت دا هسې خوږې خوږې

ستا په لبو به لباب شم په دا خوښ يم

که هر څو مې د اوړو غوندې اغږې

دا چې اوس درته حاضر دی ښه يې گوره

په هجران به يې اخر لاسونه مږې

عقل، هوش يې و سړي وته پيدا کړ

دا چيچل ، داړل د پړانگ دي يا د يږي

دا بې درد که په ظاهر سړي ليده شي

و خوشال ته مچ، مېږي دي، ماشي، سپږې