غزل چې ژوندی وي غم دې نه کاندي د لوږې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې ژوندی وي غم دې نه کاندي د لوږې شنه توتي لره شکرې نه دي لږې 02 په شکرو، په نباتو يې سود نه شي چې په چا شوې ستا دخولې خبرې ځوږې 03 په لحظه لحظه دې وينم قهر، مهر په ځايي خصلت دا هسې خوږې خوږې 04 ستا په لبو به لباب شم په دا خوښ يم که هر څو مې د اوړو غوندې اغږې 05 دا چې اوس درته حاضر دی ښه يې گوره په هجران به يې اخر لاسونه مږې 06 عقل، هوش يې و سړي وته پيدا کړ دا چيچل ، داړل د پړانگ دي يا د يږي 07 دا بې درد که په ظاهر سړي ليده شي و خوشال ته مچ، مېږي دي، ماشي، سپږې Dictionary meaning × Headword