غزل

چې له دره يې شړې گناه يې کوم دی

رحمان بابا

چې له دره يې شړې گناه يې کوم دی

ډېر دی ستا په مخ مېن عبدالرحمان

څو به شمېرم درد غمونه د هجران

هومره ډېر دي لکه شگې د بيابان

د سړي د دښمنيه توان مې نه و

خدای راپېښه دښمني کړه داسمان

لکه څوک چې د اوښ بار په مېږي کېږدي

هسې زه يم په خپل غم پورې ناتوان

لکه غم د بېلتانه چې په ما اوري

ياد به نه وي د چا هسې رنگ باران

زما غم به د هغه سړي په شمار وي

چې شمېرلي يې وېښته وي د خپل ځان

که څوک وايي حال دې څه دی په هجران کې

په خاطر دې تصور کا دوزخيان

ناقرار زړه مې د يار په هوا والوت

تش صورت مې په ځای پاتې شه پرېشان

د يار ياد مې زړه په غټو سترگو يووړ

لکه بُت په دېوال کښلی يم حيران

ماوې زړه د مؤمن عرش دی خبر نه وم

چې په عشق زما دا عرش کاندي ويران

عاشقۍ يې تر هغه حده بېهوش کړم

چې نه وش لرم نه سر او نه سامان

لور د لوره د تهمت په غونډو ويشت شم

ملامت راباندې وايي درست جهان

چې دا حال ورباندې نه وي ورغلی

په ويل به څه گروهېږي د رحمان