غزل
چې له ورايه راڅرگنده مسته شا شي
خوشحال خان خټکچې له ورايه راڅرگنده مسته شا شي
دجمال يې په څو رنگه تماشا شي
چې پلو په مخ کې ونيسي ماښام کا
چې پلو له مخه لرې کا سبا شي
د جمال خوبي يې زياته ده تر نمره
چې ديدن وته يې غټ گورې، په چا شي
تر يانه پورې يې گوډه شي کوتره
تر ويل پورې يې گونگ گويا توتا شي
حبشي زلفې يې پاس په سينه زانگي
يماني بارخو يې گل غوندې نما شي
مرگ مې سل ځله قبول، بېلتون دې نه وي
ددې هسې يار بېلتون تر مرگ بلا شي
په ماڼه يې مرده شويو کره عيد وي
په خندا يې جوهري کره ژړا شي
تورې خاورې د رقيب په سر کا تويې
چې گيله له منځه وباسي پخلا شي
چې ه نه ليدو يې نه ومرې خوشاله!
ځکه هسې دجهان بلا په تا شي