غزل
چې مشغول نه وي د ترکو په جمال څوک
رحمان باباچې مشغول نه وي د ترکو په جمال څوک
نور به څه کا په دنيا کې اشتغال څوک
د بل خط په عبارت به څه نظر کا
چې نظر کاندي د ستا په خط و خال څوک
نور خوبان د ستا تر مخ پورې دي هسې
لکه بل کا د آفتاب په مخ مشال څوک
چې عنقا شو اهل دل په دا دنيا کې
ترو به څه وايي و چا وته احوال څه
که عاشق په عشق کې ژاړي هېڅ گرم نه دی
په دا هسې درد کې نه لري مجال څوک
چې يې قيل و قال له ياره سره وشي
له نور چا سره به څه کا قيل و قال څوک
چې په اصل کې خدای نه دی پيدا کړی
ترو به څه غواړي د ستا د مخ مثال څوک
سرخرويي په سر اچوي سور شال څوک
نه هغه چې په سر اچوي په ځيگرخون ده
مخ روڼي ده د هر چا په خپلو اوښيو
په دا نه شي چې يې مږي په رويمال څوک
بې ښه خوی به مخ روڼي د هېچا نه شي
که هر څو يې پاکيزه کړي په رويمال څوک
سړی بويه چې په نېک عمل نازېږي
نه چې ناز کا د دنيا په ملک و مال څوک
د دنيا چارې فاني دي مرد هغه دی
چې نظر کا په حرام او په حلال څوک
هر چې کر کا د وربشو غنم غواړي
له خاطره دې بېرون کا دغه خيال څوک
که يې شعر د رحمان مومند تر غوږ شي
غوږ به نه باسي په شعر د خوشال څوک