غزل

چې مزری خپلې منگولې نه کا کښلې

خوشحال خان خټک

چې مزری خپلې منگولې نه کا کښلې

هومره نه وي څربې غوښې ورته تلې

مرجوڼا دې دُر مرجان هاله ولجه کا

چې قبول کاندي د بحر خوني چلې

عاشقان چې تر سر تېر شي هاله کښل کا

د دلبرو وپستې خولې لکه بخملې

باز چې والوځي له ځالې هاله گوري

دکبکانو ښايسته سترگې کجلې

چې دا اور بڅري باد سره رفيق شي

بيا هاله کا په ملکونو لمبې بلې

چې سېلاب د غره د سر ه نه روان شي

بيا هاله بيايي په مخ ډېرې خځلې

په تحصيل پسې يې څله کوشش بويه

که قسمت به د چا زيات نه شي په ځلې

خپل هنر له لاسه مه پرېږده خوشاله!

خوره، خوره وهه، داړه غصې خوړلې