غزل چې مزری خپلې منگولې نه کا کښلې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې مزری خپلې منگولې نه کا کښلې هومره نه وي څربې غوښې ورته تلې 02 مرجوڼا دې دُر مرجان هاله ولجه کا چې قبول کاندي د بحر خوني چلې 03 عاشقان چې تر سر تېر شي هاله کښل کا د دلبرو وپستې خولې لکه بخملې 04 باز چې والوځي له ځالې هاله گوري دکبکانو ښايسته سترگې کجلې 05 چې دا اور بڅري باد سره رفيق شي بيا هاله کا په ملکونو لمبې بلې 06 چې سېلاب د غره د سر ه نه روان شي بيا هاله بيايي په مخ ډېرې خځلې 07 په تحصيل پسې يې څله کوشش بويه که قسمت به د چا زيات نه شي په ځلې 08 خپل هنر له لاسه مه پرېږده خوشاله! خوره، خوره وهه، داړه غصې خوړلې Dictionary meaning × Headword