غزل چې مي خيال د ستا د مخ وي که هر څو بد يم خو ښه يم امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې مي خيال د ستا د مخ وي که هر څو بد يم خو ښه يم چې مشغول دې په ثنا يم نو زه پوه شم چې زه زه يم 02 چې زه زه شم نو ته نه شې حيران تلی يم په فکر په خرام خرام راتله کړې ای دلبره چې زه نه يم 03 وجونگړې ته مې راشه ضوفگنه شه زه وايم چې ته ته نه يې هم زه يم او زه زه نه يم ته يم 04 که صغير دې د اعلی نه په اسفل کې چرې واورم بيا به پاتې دلته نه شم دعليين چې زه مارغه يم 05 ته چې وايې دجلوس نه مې خالي نشته يوځای هم که يو ځل راشې صنمه زه حمزه وايه په څه يم د قاموس مانا × اصلي کلمه