غزل چې محنت په ځان قبول کانو راحت شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې محنت په ځان قبول کانو راحت شي چې عارف د مصيبت شي عافيت شي 02 که فلک يې دمزري په خوله کې ورکا خدای دې نه کاچې عارف پکې غارت شي 03 لکه باد کله يې مخ کله يې شا ده بېهوده غرور د هر په دولت شي 04 يو لاله په غوړېده، بل رژېده کا شگفتن د باغ د گلو په نوبت شي 05 د يوه ماڼۍ شي سر، د بل نړېږي په جهان کې نوی، نوی عمارت 06 واوېلا، ژړا، ناره ساړه آهونه خو هم دا په ورځ و شپه په هر ساعت شي 07 دا همه چارې دده دي چې راکېږي يوه خدايه! کور دې وران دمحبت شي 08 هغه شان لکه په تورو، اوس په سپين دی د خوشال مجاز به کله حقيقت شي د قاموس مانا × اصلي کلمه