غزل
چې محنت په ځان قبول کانو راحت شي
Khushal Khan Khattakچې محنت په ځان قبول کانو راحت شي
چې عارف د مصيبت شي عافيت شي
که فلک يې دمزري په خوله کې ورکا
خدای دې نه کاچې عارف پکې غارت شي
لکه باد کله يې مخ کله يې شا ده
بېهوده غرور د هر په دولت شي
يو لاله په غوړېده، بل رژېده کا
شگفتن د باغ د گلو په نوبت شي
د يوه ماڼۍ شي سر، د بل نړېږي
په جهان کې نوی، نوی عمارت
واوېلا، ژړا، ناره ساړه آهونه
خو هم دا په ورځ و شپه په هر ساعت شي
دا همه چارې دده دي چې راکېږي
يوه خدايه! کور دې وران دمحبت شي
هغه شان لکه په تورو، اوس په سپين دی
د خوشال مجاز به کله حقيقت شي