غزل

چې مجنون غوندې يو موټی استخوان شي

رحمان بابا

چې مجنون غوندې يو موټی استخوان شي

په قوت دعاشقۍ به پهلوان شي

عاشقانو خپل شکست کې بری بياموند

دلته توان دهغو رسي چې ناتوان شي

زېړی رنگ د عاشق هسې مراتب دي

چې آفتاب غوندې څرگند په درست جهان شي

له چشمانو يې باران د رحمت اوري

زرغونه يې په څېره باندې زعفران شي

له رخساره حال د زړونو معلومېږي

له بهاره نېک و بد دکال عيان شي

له يوې نکتې تمام علم حصلېږي

درست خروار له يوه مشته نمايان شي

په کار نه دي مخالف هزار تقريره

موافق له حاله نيم کلام داستان شي

کله مړه له کاروباره وي وتلي

د هغو خاورې په سرچې غافلان شي

که دې ډېر عمر په کار دی غفلت مه کړه

په ويده باندې سل کاله يو زمان شي

د غفلت بنياده د اوښکو په موج خېژي

يو څڅويکی خواب آلود لره طوفان شي

ړوند په خپله عصا پرېوځي وکوهي ته

خپل دليل د کم دليل د ځان تاوان شي

سرکښي د عاجزانو په کار نه ده

هر مېږي چې وزر وکاندي پښېمان شي

مم دلان يې له شرره لمن ژغوري

سنگدلان که عين لعل د بدخشان شي

چې کېميا دقناعت يې په لاس کښېوځي

د شړيه په خرقه کې بادشاهان شي

بل پوشاک يې په کار نه وي بې نمده

هغه زړه چې آيينې غوندې روښان شي

عاشقي ده تر جمله بلاوو په هورته

و مجنون ته دېو وو ده واړه حيران شي

پرې به ورکا بُتان دُر د خپلو غوږو

که يې تېر تر غوږو شعر د رحمان شي