غزل چې مې وليده د زړه په سترگو خپل زړه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې مې وليده د زړه په سترگو خپل زړه د خپل زړه غوندې مې ونه ليده بل زړه 02 عاشقي دخدای بلا ده، عاشق مه شې څوک په سرو سکروټو ايښی لري تل زړه 03 په ويل ويل مې هيڅ تقصير ونه کړ که ستنېږي له دلبرو په ويل زړه 04 عاقبت به آفت سر لره پيدا کا چې جاروځي د بتانو په بورجل زړه 05 ور يې واچول د زلفو زنځيرونه که هر گز اموخته نه و په تړل زړه 06 د خپل سر په مهر هم دا هسې نه وي لکه خوښ شي د دلبرو په ښکنځل زړه 07 ډېر يې صبر، شکېب وکړ نه پايېږي نور له تنه جدا کېږي په نيول زړه 08 د خوشال خټک فرياد له نورو نه دی په ده هومره چارې وکړې واړه خپل زړه د قاموس مانا × اصلي کلمه