غزل
چې مې وليده په زړه کې خيال د واړو
خوشحال خان خټکچې مې وليده په زړه کې خيال د واړو
مهوشانې قبلوي و بال د واړو
په جمال غره کې ډېر و بله ټول شي
ستا جمال خجلوي جمال د واړو
د کشمير که د فرخار، که د تاتار دي
ښايسته زما ښه يار دی، سيال د واړو
ما يې ښه تحقيقي وکړه، چې عاشق شي
په هجران باندې وخېژي فال د واړو
سل و سل خبرې کاندې، مرگ يې مه وه
په يوه ځواب پوره کا سوال د واړو
چې ورتله کا، تله به هم ورځنې کاندي
سلامت به پاتو نه شي مال د واړو
و عنقا و ته به څه لره څوک جال ږدي
چې پرې راشي، څيرې کاندې جال د واړو
که شېخان، که زاهدان، که عالمان دي
له عمل سره جوړ نه دی قال د واړو
چې يې لافې د يارۍ د اشنايۍ کړې
د خوشال و ته ښکاره شو حال د واړو