غزل

چې مې يار وليد په سيمه د اغيار گډ

رحمان بابا

چې مې يار وليد په سيمه د اغيار گډ

له غيرته مې لېمه شوه په خونبار گډ

زه په يار پسې له خلقه هسې بېل يم

لکه نشته ناپيدا په دا بازار گډ

دغه حق د بلبلانو په جانب دی

خدای دې نه کا مښگيرک په لاله زار گډ

زه په وصل کې هجران هسې پېڅمه

لکه څوک په خالي لاس وي په بازار گډ

په اميد د زلفو ونښتم په دام کې

روهيلی وم ساده دل په هندوباز گډ

د ديدن په گدايۍ کې مې ننگ نه شي

دروېزگر يم د بتانو په دربار گډ

سخت سفر د عاشقيه څه او زه څوک

خدای ناڅاپه پرې راگډ کړم په دا لار گډ

د وفا دگلو پاڼې په کې نشته

کشکې مه وی ددې دهر په گلزار گډ

زړه مې بې خپله نگاره آرام نه کا

که هر څو يې کړم په نقش او په نگار گډ

که پخوا تر اشنايۍ بېلتون ليده شوی

هېڅ بنده به د خدای نه و په دا کار گډ

زه رحمان يې د فردوس له غمه خلاص کړم

چې په کلي په کوڅه شوم د خپل يار گډ