غزل چې مې زړه د مال او ملک په هوا نه ولاړ خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 چې مې زړه د مال او ملک په هوا نه ولاړ که په کښيلو پسې لاړ شو ښه چې ښه ولاړ 02 عقل و هوش صبر و آرام ورپاتې نه شي د هر چا چې په دلبرو پسې زړه ولاړ 03 هر چې خوږ د کښلي مخ په مينه نه وي د جهان په مخ اوده راغی، اوده ولاړ 04 هم مې زړه په غمزه وړي، هم ځان نادان کا راته وايي وايه بيا دې زړه په څه ولاړ 05 محبت د کښلي مخ زما په زړه کې باور وکړه لکه اور په وچ واښه ولاړ 06 د هجران په شپه يې درست ټوکر ټوکر شو په ژړا ژړا مې زړه تر دوه لېمه ولاړ 07 هغه يار راڅخه وايې هر گز نه و هيڅ مې نه زده کا همېش راسره وه ولاړ 08 هر زمان به يې شا راته په ماڼې وه يوه ورځ بې غمه نه و، تل تل ته ولاړ 09 د بڼو ناوک يې ښه شو چې پڅ نه شو پورې و ورې مې تر زړه هسې تېره ولاړ 10 نور به بيا په بېرته راته شي خوشاله! گذشته عمر په څو لکه اوبه ولاړ د قاموس مانا × اصلي کلمه